د ننګرهار دکرنې د پراختیا په پار د نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

content_admin
Tue, Oct 01 2019 3:20 PM
د ننګرهار دکرنې د پراختیا په پار د نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

۹ تله ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ننګرهار ولایت د کامې، کوز کونړ او بهسودو ولسوالیو د کرنې د پراختیا په پار ددغو ولسوالیو له ۱۱ پرمختیایي شوراګانو سره د نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د شنوخونو، سربندونو او کانالونو جوړولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه د ننګرهار ولایت دمقام د رسنیو په دفتر کې جوړه شوې وه د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال عبید الله شینواري، د ولایتي شورا منشۍ حمیرا رفیع، د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت او د یادو ولسوالیو د پرمختیایي شوراګانو یوشمېر غړي کډون درلود.
په دې غونډه کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل بزګرانو سره دمرستې په پار د کرنې وزارت کړنې وستایل او زیاته یې کړه، چې بزګرانو سره مرسته کول د کرنې په برخه کې ځان بساینې ته لار هواروي. هغه ددغو پروژو د پلي کېدا پر روڼتیا او کیفیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې شوراګانې او ولسي دې په ټولو برخو کې له حکومت سره مرسته او همکاري وکړي .
د ښاغلي میاخېل په وینا د ننګرهار څلور واړه موسمونه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د اوبو او هوا له پلوه چمتو دی او له همدې امله هڅه کوي چې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ برخه کې ډېر کار وکړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر سمیع الله نصرت وویل، یادې پروژې د اقلیمي بدلونونو له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د کموالي پروژې« CDRRP» له لورې پلي کیږي، چې په کې د یو میلیون او ۱۵۷ زره افغانیو په لګښت میرمنو لپاره لس شنې خونې جوړیږي، ترڅو له دې لارې د برخمن شویو مېرمنو د کورنیو عواید ډېر او اقتصادي ودې ته یې زمینه برابره شي.

د ښاغلي نصرت په خبره په یادو پروژو کې د څلور میلیونه او ۳۱۲ زره افغانیو په ارزښت اووه لوی سوداګریزې شنې خونې جوړول هم شامل دي، چې هره یوه یې ۳۰۱ متر مربع ده او د ۲۱ تنو بزګرو له لورې به ترې په موسمي حاصلاتو کې ګټه واخیستل شي. هغه زیاته کړه، چې ددغو پروژو په ډله کې د څلور میلیونه او ۴۸۷ زره افغانیو په لګښت د ۱۳کانالونو او سربندونو جوړول هم شامل دي، چې په جوړیدو سره به یې ۵۵۰ کسانو ته په مستقیم ډول ګټه ورسیږي او دوه زره جریبه ځمکې ته به په منظم ډول اوبه ورکړل شي .ددغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي سبب هم کیږي.

باید وویل شي، چې ددغو پروژو د پلي کولو موخه د بزګرانو ملاتړ او د دوی دعوایدو زیاتولو ترڅنګ د کرکېلي معیاري او میکانیزه کول دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS