د کرکېلې نوی بڼه او نوې هیلې

content_admin
Sun, Sep 08 2019 11:04 AM

هلمند د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته د ژمي او د کال په ټولو موسمونو کې هم کولای شي، چې په خپلو شنوخونو کې د سبو او ترکاریو کرکېله وکړي او ددې ولایت د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یې نورو ګاونډو ولایتونو ته هم صادر کړي.

د هلمند ولایت د بزګرو د خولې خبره ده، چې پخوا به د ژمي په موسم کې یې له نورو ولایتونو او ان له بهره سابه او ترکاري واردول خو اوس د شنوخونو له برکته ددې ترڅنګ، چې دغه واردات بند شوي دي دوی نورو ولایتونو ته صادرات هم لري.

هلمندیان وایي، خوشاله په دي چې اوس په هر موسم کې له بهره د وارد شوي خراب او خوسا سبو او تركاريو پر ځاى تازه او د خپلې خاورې سابه او ترکارۍ كورونو ته وړي.د هلمند ګڼ شمېر او سیدونکي خوشاله دي، چې د دوی ولایت د سبو او ترکاریو د تولید په پرخه کې د بسیا کېدو پر خوا روان دی. دوی وایي: «مخکې تر دې چې زموږ په ولایت کې شنې خونې نه وې موږ مجبور ووچې له بهره وارد شوي خوسا او بېکاره سابه او ترکارۍ و پېرو، خو اوس د شنوخونو له بركته بادرنګ، بېنډۍ، بانجان او روميان په ژمي كې هم ترلاسه كېږي

شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د هلمنديانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.

د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ یوتن بزګر شاه محمد هغه بزګر دی، چې په خپل ۴.۵ جریبه ځمکه کې یې شنې خونې جوړې کړي دي. شاه محمد په یوه فصل کې د یارلس لکه او پنځوس زره افغانۍ (۱۳۵۰۰۰۰) خالص عاید لاسته راوړی دی. شاه محمد وویل: «له خپلو شنوخونو څخه مې په یوه فصل کې دیارلس لکه او پنځوس زره افغانۍ خالص عاید ترلاسه کړه او تمه ده، چې په دویم فصل کې ۱۶ لکه افغانۍ عاید ترلاسه کړم

شاه محمد په خپلو شنوخونو کې د نورو ترکاریو ترڅنګ بادرنګ هم کرلي، چې اوس یې حاصلات مخ په پخېدو دي او هره ورځ یې په سیمه ییزو بازارونو کې پلوري. هغه له خپل کاروباره خوښ دی او د کرنې وزارت څخه مننه کوی، چې په هر برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ کوی.

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې د شنو خونو حاصلات مخ په زیاتېدو دي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې دمګړۍ د یاد ولایت د مرکز لښکرګاه ترڅنګ ددې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې هم د کرنې ریاست او خصوصي سکټور له خوا ۱۱۰ بابه شنې خونې جوړې شوي دي او ترڅنګ یې ۲۰۰ پلاستیکي تونلونه هم رغول شوي دي، چې د کال په ټولو موسمونو کې په کې د ډول ډول سابو او ترکاریو کرکېله کیږي او د بزګرانو دعوایدو په ښې سرچینې بدل شوي دي.

د هلمند د کرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت بزګرانو لپاره سږکال هم ۵۶ بابه شنې خونې جوړ او د دوی په واک کې یې ورکړي.

د ښاغلي الکو په خبره په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي. هغه وویل، چې دامهال د هلمند په یوشمېر شنوخونو کې د بادرنګو ترڅنګ د بېلابېلو سبو حاصلات رسېدلي دي. د ښاغلي الکو په خبره د هلمند په شنوخونو کې تولید شوي بادرنګ ددې ولایت د کورنیو بازارونو ترڅنګ یوشمېر ګاونډویو ولایتونو ته هم صادریږي.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوی.

باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دوو کلونو په ترڅ کې ۳۷۰۰ بابه سوداګریزې، منځنۍ او وړې شنې خونې جوړې کړي دي، چې له دغو شنوخونو څخه درې زره کورنۍ ګټه پورته کوی.