نورستان کې د اوه زره او ۷۰۰ متره په اوږدوالي د اوبو لګولو د کانال جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۹:۴۰
نورستان کې د اوه زره او ۷۰۰ متره په اوږدوالي د اوبو لګولو د کانال جوړولو چارې پیل شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د څه باندې ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو د کانال د جوړولو کار چې د خوړو د نړیوالې ادارې په مالي او  مشورې او مرستې رسونې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ رغول کېږي، پرانیست.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په هغه پروګرام کې چې د یاد کانال د بنسټ ډبرې اېښودلو په مناسبت جوړه شوې وه، زیاته کړه چې د دغه کانال د جوړېدو پیل د نورستان د کروندګرو د ستونزو په حل کې ارزښت لري هغه زیاته کړه: «ډېر د خوښۍ ځای دی چې موږ له کروندګرو او بزګرانو سره له نږدې وینو خبرې کوو او د دوی ستونزې اورو او وینو. خو له بده مرغه په ​​تېرو شلو کلونو کې د بشري مرستو تر نامه لاندې ډېرې پیسې راغلې، چې ځای ته ونه رسېد  او اغېزمن نه و ځکه چې د دوی د پلانونو په پرمختګ کې خنډونه شتون درلود
اوس چې فرصت برابره شوې هر ډونر چې موږ سره مرستې او همکارۍ کوي موږ د ټولو مرسته کونکو څخه مننه کوو او په ټول توان سره ترې ملاتړ کوو، ځکه دوی زموږ د امکاناتو په خوزښت کې له موږ مرسته کوي او له نېکه مرغه موږ په خپل هېواد غوره امکانات  لکه د خاورې، اوبو، اقلیم او کافي بشري سرچينو په ګډون ښه اسانتیاوې لرو او  اړتیا ده، چې دا اسانتیاوې په حرکت راولو، نو موږ د ټولو مرستندویو بنسټونو هرکلی کوو چې راځي او زموږ سره مرسته کوي او موږ په ټول توان ترې ملاتړ کوو».
یاد مشورتي او مرستندویه مؤسسه د نورستان ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ودانیزو او کرنې په برخو کې فعالیت کوي چې تر اوسه یې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې پروژې پلې کړي دي.
دغه کانال، چې د پارون ولسوالی د پرونس له کلي څخه تر دیوې کلي پورې غځول کېږي، په بشپړېدو سره به یې څه باندې ۱۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

آغاز کار ساخت هفت هزار ۷۰۰ متر کانال آبیاری در نورستان 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت نورستان کار ساخت بیش از ۷ هزار ۷۰۰ متر کانال آبیاری را که از سوی موسسه مشورتی و کمک رسانی یا حمایت مالی سازمان غذایی جهان  احداث می‌شود افتتاح کرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در برنامه‌ی که به مناسبت گذاشتن سنگ تهداب کانال متذکره برگزار شده بود آغاز کار ساخت این کانال را در رفع مشکلات دهقانان نورستان ارزشمند دانسته علاوه کرد «جای بسیار خوشحالی است که از نزدیک با دهقانان و مالداران مفاهمه می‌کنیم و مشکلات شأن را می‌شنویم و می‌بینیم اما متاسفانه در بیست سال گذشته بسیار پول تحت عنوان کمک‌های بشر دوستانه آمده بود که به جای نرسید و موثریت نداشت چون موانع در پیشبرد برنامه‌های‌شان وجود داشت حالا که فرصت مساعد شده هر دونری که برای ما کمک می کنند ما از آنها سپاسگزاری می‌کنیم چون کمک می‌کنند تا ما امکانات‌ خود را به حرکت بیاوریم و خوشبختانه ما در ملک خود امکانات خوبی هم داریم از جمله خاک، آب، اقلیم و نیروی بشری  کافی داریم و نیاز داریم این امکانات را به حرکت بندازیم بنا تمام نهادهای مدت رسان که می‌آیند و به  ما کمک می‌کند از آن استقبال می‌کنیم و با تمام امکانات خود از آنها حمایت می‌نماییم».
موسسه مشورتی و کمک رسانی در بخش‌های ساختمانی و زراعتی در چهار ولسوالی ولایت نورستان فعالیت می‌کند که تا حالا در بخش‌های مختلف زراعت و مالداری پروژه ‌ها را تطبیق کرده است. 
 این کانال که از قریه پرونس الی قریه دیوه ولسوالی  پارون  امتداد دارد با تکمیل کار ساخت آن بیش از یک هزار دوصد جریب زمین زراعتی آبیاری می‌شود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

بازگشت