هلمند کې د کب روزنې دوه فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۹:۵۴
هلمند کې د کب روزنې دوه فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


۱۲ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په ځانګړو هڅو په مرکز لښکرګاه بولان سیمه کې د کرنیزو څېړنو فارم اړوند ٢ بابه د کب روزنې فارمونه چې له ډېره وخته غیر فعال او تخریب شوي وو بیا فعال او رسمآ ګټې اخسیتنې ته وسپارل شول. 
د یادو فارمونو د پرانستې مراسمو کې د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي صاحب، د ولایت مقام استازی حاجي ملا محمد اسرائیل سیار،  د ځمکو آمر مولوي زین الله زاهد، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر مولوي محمد عمر، د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمر حافظ هدایت الله هدایت، د کرنیزو څېړنو مدیر انجنیر فریداحمد ناصري او نورو کارمندانو هم حضور درلود.
د یادو فارمونو پرانیست غونډه کې د هلمند ولایت د کرنې رییس وویل، چې دغه ٢ فارمونه چې د تېرو څوکلونو راهیسې غیر فعال او د تخریب سره مخ وو د بیا لپاره مو په فني او مسلکي ډول فعال کړل، چې نږدې ٧٠٠٠ د ماهیانو د (ګراس) نسل بچي پکې د روزنې په موخه واچول شول.
د هلمند دکرنې رییس همدارنګه وویل، چې ددې فارمونو د نسلي کبانو څخه به هغه بزګر او ځمکوال هم ګټه اخلي چې پخپلو ځمکو کې د کب روزنې فارمونه لري، ددې ترڅنګ به د کبانو د ښې روزنې او پالنې په موخه یادو فارم لرونکو ته عامه پوهاوی او زده کړې هم ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، چې په یاد فارم کې به پر بېلابېلو نسلي کبانو تحقیق او څېړنې کېږي، د کبانو وزن، د ناروغیو مخنیوی او دارنګه د اقتصادي اړخه به ورباندې په څو مرحلو کې خپلو څېړنو او ارزؤنو ته دوام ورکوو او بیا به یې پایلې دکب روزنې نورو فارم لرونکو سره شریکو ترڅو هغوی له خپلو فارمونو ښه عواید ترلاسه کړي.
ورپسې د هلمند ولایت مقام استازي ملا محمد اسرائیل سیار په خپلو خبرو کې د هلمند د کرنې ریاست له دې اقدام څخه یې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د هلمندي ولسونو د کرنیز اقتصاد پیاوړتیا او بهبود په برخه کې به ولایت مقام د یاد ریاست د هلو ځلو ملاتړ او حمایت کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

د خوست موساخلېلو ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي برنامو په دوام، د موساخېلو ولسوالی کې د شنو خونو د جوړولو لپاره د مستحقو بزګرانو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د تورو چکډېم د کیفیت ارزونې څارنه ترسره شوه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د نېش ولسوالی د تورو چکډېم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱
Background image

دهلمند په ریګستان  کې ۴۰ زره نیالګي روزل کېږي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي سرچینو امریت اړوند، ریګستان سیمه کې د ۴۰ زره نویو مقاومو نیالګیو د روزلو چارې روانې. . .

بازگشت