لوګر کې د کرنیزو محصولاتو د پلور بیې ټاکلې په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۲۱:۱۳
لوګر کې د کرنیزو محصولاتو د پلور بیې ټاکلې په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه


۱۱ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر پّ ولایت کې د کرنیزو ځمکو څخه د لاسته راغلو حاصلاتو د پلور،  بازار موندنې او ورته د ځانګړې بیې ټاکلو په پار د همغږۍ ګډه ناسته تر سره شوه.
په همدی موخه د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کې د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمی په مشرۍ ګډه ناسته جوړه شوی وه، چې پکې د لوګر ښاروالۍ، صنعت او سوداګرۍ، سوداګرۍاوپانګونې خونې او مستوفیت مسؤولینوګډون کړي وو.
په ناسته کې د پانګوالو او بزګرانو پر ستونزو او ورته د حل لاری موندلو همدا راز په دغه ولایت کې د کرنیزو ځمکو څخه د لاسته راغلو حاصلاتو په ځانګړې توګه د رومیانو د پلور او ورته د بازار موندنې او ټاکلي پیې معلومولو اړوند لازمي خبرې اترې وشوې.
د لوګر ولایت بزګران او پانګوال وایي، دوی ته دې د بانجانو ټاکلي بیه ورکړل شي ترڅو د بزګرانو ستونزې هم پکې تر یو حده حل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت