هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۰:۵۷
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوی نوبتي غونډه ترسره شوه، چي پکې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي  تر څنګ د یاد پلاوی غړي د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي، د هلمند مستوفي ملاحمیدالله رابط، لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني ، دکور  او ښارجوړولو چارو رییس مولوي نیک محمد معتصم، د امنیې قوماندانۍ استازی ملا عبدالرحمن طلحه، د قضای امارت امر مولوي عبدالقاهر عاصم، د ځمکو آمریت استازی انجنیر حامد  او نورو غړو هم حضور درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د ځمکو غصب مخنیوی او استرداد کمیسون ، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او  ولایت مقام څخه راغليو موضوعاتو او مکاتیبو باندې بحث او خبرې وشوې. 
ورپسې د ګرمسېر ، ګرشک او باباجي ولسوالیو اړوندو سیمو کې د اشخاصو او افرادو لخوا د امارتي ځمکو پر سر رامنځته شویو موضوعاتو ته د پلاوی تعین وړاندیزونه  او ترتیب شوي مکاتیب مطالعه او لاسلیک شول.
ددې تر څنګ په نننۍ غونډه کې د ناوې ولسوالی اړوند ګوهرګین فارم کې د غصب شوې ځمکې ترتیب شوی راپور چې د ځینو مواردو د اصلاح په موخه له مرکز څخه رارسېدلی تر غور او ارزونې وروسته د اصلاح په موخه راتلونکې غونډې ته د چمتو کولو هدایت وشو.
همدارنګه د تخنیکي پلاوی لخوا د نفتو او ګازو دولتي شرکت د غصب شوې ځمکې د ارزونې په موخه د ګډ پلاوی تعین لپاره ترتیب شوی وړاندیز ولایت مقام ته وړاندې شو.
وروسته د هلمند ولایت د بېلابېلو ادارو له لوري تخنیکي پلاوی ته پر راجع شویو املاکي عرایضو بحث او خبري وشوې، د یادو موضوعاتو د څېړنو او ارزونو په برخه کي لازم اجرائت ترسره شول.
روستیو کي تخنیکي پلاوی د څو تنو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې هغوی ته یې د اصولو له مخي د قانوني کړنو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۶
Background image

کندهار کې د امارتي ځمکو له اجارې څخه څه باندې ۴۱۶ زره افغانۍ عواید راټول شوي


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت مسؤلین وايي، چې د کندهار په درېیو ولسوالیو کې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کونړ کې د عشر او زکات د چارو د همغږۍ په پار ګډه غونډه جوړه شوه


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د کونړ ولایت مرکز او ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل په موخه د عشر او زکات رییس ننګرهار ته سفر وکړ


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات ریاست لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په ننګرهار کې د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل. . .

بازگشت