د کرنې وزیر د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۳:۱۴
د کرنې وزیر د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي سره وکتل


۴ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر او د افغانستان په چارو کې د جمهور رییس له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «زموږ موخه د کرنې سکتور له دودیز میتود څخه عصري میتود ته وده او پراختیا ورکول دي، موږ دکرنې، مالدارۍ او اوبو په برخه کې ښه امکانات لرو، کارته اړتیا ده. ګاونډي هېوادونه په تېره بیا ایران کولای شي له موږ سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي او ګډ بازار ولرو.»
په دې لیدنه کې د کرنې وزیر د افغانستان د ارګانیکو محصولاتو یادونه وکړه او د نشه یي توکو د کښت مخنیوی یې د اماراتو لپاره یوه ښه لاسته راوړنه وبلله، چې ګټه یې ګاونډیو هېوادونو ته هم رسېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل: «اوس چې تاسو د جګړې له قوماندې څخه د خپل هېواد د اقتصادي پرمختګ قومانده لرئ، موږ باید د تولیداتو او محصولاتو ګډ بازار جوړ او په ګډه پوله کې ګډ بازار ولرو، تاسو کولی شئ په خپل هیواد کې د کرنې د ودې لپاره د ایراني متخصصینو تجربې وکاروئ او کرنې ته وده ورکړئ.
په پای کې  دواړو خواوو په بېلا بېلو برخو کې په ځانګړې توګه د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې د پراخو همکاريو ژمنه وکړه، چې د توليداتو، ترويج، بازار موندنې او بسته بندۍ لپاره زمينه برابره کړي.

وزیر زراعت با نماینده ویژه ایران در امور افغانستان دیدار کرد
۴ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حسن کاظمی قمی سفیر جمهوری اسلامی ایران در افغانستان و نماینده ویژه رئیس‌جمهور در امور افغانستان دیدار و گفتگو کرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در این دیدار بر تقویت روابط دو جانبه میان دو کشور تاکید کرده گفت:« هدف ما رشد و انکشاف سکتور زراعت از شیوه سنتی به شیوه عصری است، امکانات خوبی در عرصه زراعت، مالداری و آب داریم نیاز به کار است، کشور های همسایه به ویژه ایران می‌تواند با ما در عرصه‌های مختلف همکاری و بازار مشترک داشته باشیم».
وزیر زراعت در این دیدار از محصولات ارگانیک افغانستان یاد کرده  و منع کشت مواد مخدر را یک دست آورد خوب برای امارت  که سود آن به کشورهای همسایه نیز می رسد عنوان کرده است.
در همین حال، حسن کاظمی قمی نماینده ویژه رییس جمهور ایران در امور افغانستان گفت:« حالا شما از قوماندانی جنگ به قوماندانی سازنده‌گی اقتصادی کشور خویش هستید، تولید محصولات زراعتی هم مرزی را ایجاد نماییم و بازار مشترک در مرز مشترک داشته باشیم، شما می‌توانید از تجارب متخصصین ایرانی استفاده کرده زراعت را در کشور تان رشد دهید».
در اخیر دو جانب، به همکاری گسترده در عرصه‌های مختلف به ویژه زراعت، مالداری و آبیاری به منظور ایجاد  زمینه تولید، ترویج، بازاریابی و بسته بندی محصولات تعهد سپردند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲
Background image

تخار ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د تخار ولایت په مرکز او څلورو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

پکتیکا کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د اکشن اېډ موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې«اف.اې.او» په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۳
Background image

کندهار کې د لمرګلي نبات د پراختیا په پار هڅې، د ټیکا له استازو سره د لمرګلي نبات د پراختیا په پار ناسته وشوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان په مشرۍ، د کندهار ولایت په کرنې ریاست کې د ترکیې د. . .

بازگشت