د هلمند مرکز لښکرګاه کې د اوبولګولو د پروژو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۵:۴۹
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د اوبولګولو د پروژو چارې پیل شوې

۱ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د خوړو او کرنې نړیوال ادارې جک مؤسسې په تخنیکي او د نړیوال بانک په مالي همکارۍ، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په اړوندو سیمو کې د ١٢ زابرونو، ١٣ پلچکونو او د اوبو د ٧ ګورو جوړولو چارې پیل شوي دي.
دغه زابران چې نږدې ٤٥.٣٩٧ کیلو متره اوږدوالی لري، د ٨٤٦٠ تنو روزمزدو کاریګرو په مټ په اساسي ډول پاکېږي، چې یادو کارګرانو ته د کار په مقابل کې هر نفر ته د ٢٠ ورځو په لړ کې د ١٠٠ ډالرو معادل نغدې افغانۍ ورکول کېږي.
ددې تر څنګ د نوموړو زابرانو په مسیرونو کې د اړتیا وړ ١٣ بابه پلچکونه او داوبو ٧ ګورې په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي، چې د رغولو مصارف یې پورته نهادونه ورکوي.
په نوموړو زابرانو کې د ملکزاده، شرقي لښکري بازار، کاریز، باباجي لوی مانده، نری مانده، خانخیل، خدایرحیم خان، بولان کمال خان، لنډی مانده، پوپلزیو، محمدزیو او مندلي د ساحو زابران شامل دي، چې زرګونه کرنیزو ځمکو ته به یې ګټه ورسېږي.
دغه چارې د هلمند ولایت د ځمکوالو په غوښتنه، د کرنې او اقتصاد وزارتونو او هلمند ولایت محترم مقام سره په ګډ تفاهم د مشترکې کمیتې تر نظارت لاندې سرته رسېږي.
دهلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو په دې ولایت کې د اوبو مدیریت، د بزګرو لپاره د اسانتیاو برابرولو او خلکو ته د کارونو د برابرولو برخه کې لاهم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ترڅو ددې ولایت په کرنیزه برخه کې د پام وړ بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۶
Background image

کندهار کې د امارتي ځمکو له اجارې څخه څه باندې ۴۱۶ زره افغانۍ عواید راټول شوي


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت مسؤلین وايي، چې د کندهار په درېیو ولسوالیو کې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کونړ کې د عشر او زکات د چارو د همغږۍ په پار ګډه غونډه جوړه شوه


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د کونړ ولایت مرکز او ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل په موخه د عشر او زکات رییس ننګرهار ته سفر وکړ


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات ریاست لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په ننګرهار کې د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل. . .

بازگشت