د خوندي شویو سیمو د رسمي کولو د طرحې ارزونې په پار غونډه دائره شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۹:۱۵
د خوندي شویو سیمو د رسمي کولو د طرحې ارزونې په پار غونډه دائره شوه 

د خوندي شویو سیمو د رسمي کولو د طرحې ارزونې په پار  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په مشرۍ غونډه د عدلیې وزارت د مرستیال، د علومو اکاډمۍ د استازي او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د یوه استازي په ګډون جوړه شوه.
مولوي باز محمد فیضان په دې ګډه ناسته کې وویل: «له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ دې پلاوی جوړ شي، چې د عوایدو د راټولولو طرحه جوړه او د سرچینو خوندي شوي سیمې بررسي کړي».
په کابل کې کول حشمت خان، په بامیان کې بند امیر، د نورستان او د بدخشان واخان د افغانستان له مهمو خوندي شویو سیمو څخه دي. دغه راز په دغو سيمو کې د دايکنډي شهرستان، د کونړ په شمندوک، په کاپيسا کې  ريګ راوان، د لغمان د دولت شاه طبيعي ځنګلونه، د ننګرهار دره نور، په میدان وردګو کې د شفولادي غره دويمه برخه، په سمنګان کې د رحمت او بست غونډۍ، په فارياب کې د ګرزيوان، په خوست کې ادمامد، د پکتيا مندهیر او د لوګر ازرې ولسوالۍ طبیعې ځنګلونه هم په دغو سیمو کې شاملې دي.

جلسه بررسی طرح رسمی نمودن ساحات حفاظت شده برگزار شد
جلسه به رهبری مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با اشتراک معین وزارت عدلیه، نماینده اکادمی علوم و نماینده اداره ملی حفاظت محیط زیست به منظور بررسی طرح رسمی نمودن ساحات حفاظت شده منابع طبیعی دایر گردید.
مولوی بازمحمد فیضان در این جلسه مشترک گفت« هیئت در هماهنگی نهاد‌های ذیربط ایجاد گردد تا طرح جمع آوری عواید ساخته و ساحات حفاظت شده  منابع آن را بررسی نمایند».
کول حشمت خان در کابل، بند امیر در بامیان، نورستان و واخان در بدخشان از مهمترین ساحات حفاظت شده به شمار می رود. برعلاوه شهرستان در دایکندی، شمندوک در کنر، ریگ روان در کاپیسا، جنگلات طبیعی در دولت شاه لغمان، دره نور در ننگرهار، بخش دوم کوه شافولادی در میدان وردک، کول‌های رحمت و بست در سمنگان، گرزیوان در فاریاب، ادمامد در خوست، مندهیر در پکتیا و جنگلات طبیعی ازره در لوگر شامل این ساحات هستند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د خالد بن ولید قول اردو رییس ارکان او د لغمان د کرنې رییس د ګمبیري دښتې د ځمکې د منازعې د حل په موخه ناسته ترسره کړه

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د خالد بن ولید قول اردو د رییس ارکان الحافظ انځرګل سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۲۴
Background image

د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د لمرګل حاصلاتو راټولول پیل شو

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د نوروزي څیړنیز فارم مسؤلینو له لوري د لمرګلي نبات د سږني حاصلاتو راټولولو لړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۲۴
Background image

د کندهار ارغنداب کې لسګونه جریبه ځمکه خصوصي سکټور ته په اجاره ورکړل شوه

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت له لوري، د ارغنداب ولسوالی د سرکاري بڼ ته څېرمه ۱۰.۵. . .

بازگشت