د پکتیا روحاني بابا کې ۱۰۰ کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړ شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۴:۴
د پکتیا روحاني بابا کې ۱۰۰ کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړ شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د روحاني بابا ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې ۱۰۰بېوزلې، کونډې او معیوبو ښځو ته د دوی دکورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ کړي دي.
د پکتیا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د پکتیا ولایت روحاني بابا په لسوالی کې ۱۰۰  کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو ۳۰ قطعه يې فارمونه ووېشل شول.
په يادو فارمونو کې هر کس ته ۳۰ هګې ورکوونکي چرګان، د چرګانو معياري خوراکه، د دانې خوړولو لوښې، د اوبو خوړولو لوښې او نور توکي ورکول کېږي، چې دمګړۍ پر دغو کسانو د چرګانو خوراکي توکي او درمل وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۶
Background image

کندهار کې د امارتي ځمکو له اجارې څخه څه باندې ۴۱۶ زره افغانۍ عواید راټول شوي


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت مسؤلین وايي، چې د کندهار په درېیو ولسوالیو کې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کونړ کې د عشر او زکات د چارو د همغږۍ په پار ګډه غونډه جوړه شوه


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د کونړ ولایت مرکز او ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل په موخه د عشر او زکات رییس ننګرهار ته سفر وکړ


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات ریاست لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په ننګرهار کې د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل. . .

بازگشت