د کندهار دکرنې رییس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۱:۲۵
د کندهار دکرنې رییس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو سره وکتل

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې مشر ریچارډ ټرینچارډ سره په داسې حال کې وکتل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې سلاکار نجیب الله امیرزی، په افغانستان کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې د بېړنیو مرستو مسوول عزت الله نوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د جنوب لویدیځ دفتر مسوول احمد فیروز آرین او د افغانستان په جنوب لویدیځ کې د یادې ادارې د بېړنیو مرستو مسوول ممتاز بریال هم شتون درلود.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستو او همکاریو څخه د مننه وکړه، چې د نورو سکټورونو ترڅنګ یې تل د کندهار دکرنې ریاست سره مرستې او همکارۍ کړي دي.
ښاغلی مظلوم دغه دراز په دې لیدنه کې د کندهار ولایت د بزګرانو او مالدارانو ستونزې او ددې سکټور ننګونې له یادو چاراکو سره شریک او په یادو برخو کې د لا ډېرو مرستو غوښتونه وکړه.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې مشر ریچارډ ټرینچارډ په خپلوخبرو کې وویل: «زه تل هڅه کوم، ترڅو په نړیوالو غونډو کې د افغانستان لپاره د مرستو لړۍ همداسې روانه وساتم، او څو څو ځلې مې په نړیوالو ناستو کې پر نورو مرستندویو ادارو او مؤسسو غږ کړئ، چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»
د غونډې په پای کې د کندهار دکرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو ته د هرراز همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت