د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د مدیره پلاوي غونډه دآئره شوه
۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲ه.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه.ق
دننګرهار وادي کرنیز شرکت د مدیره پلاوي غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو او دغه راز اوبو او برېښنا او د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د چارواکو په شتون کې دکرنې په وزارت کې په لاره واچول شوه.
دغه غونډه چې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ په معینیت جوړه شوې وه، د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال، د مالیې وزارت د خزاینو لوی رییس نصرت الله محمود او دغه راز د اوبو او برېښنا وزارت استازی او د ننګرهار کانال لوی رییس غلام رحمان کظیم ګډون کړی و.
په دې ناسته کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ۱۴۰۲ یم مالي کال د پلان، د عوایدو او لګښتونو، له دغه کانال څخه د عوایدو د سرچینو زیاتوالي، د کارموندنې او تولید د څرنګوالي، د قوانینو او طرزالعملونو د جوړولو او ددې کانال اړوند ځمکو د اجارې نوي کولو په اړه نظرونه تبادله شول.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د امارت لپاره یو له ښو سرچینو څخه وباله او د دغه کانال پر دوامداره وده یې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د ننګرهار وادي د کرنيز شرکت رییس غلام الرحمن کاظم د ننګرهار وادي کرنيز شرکت د توليد او عايداتو زياتوالى له دوه کلن فعاليت وروسته بې ساري وباله او ويې ويل، چې اوسمهال په دغه شرکت کې د بڼوالۍ، مالدارۍ، د ځمکې په اجاره کولو، ترکاڼۍ او يو شمېر نور فعاليتونه روان دي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ۱۳۳۸ کال کې، چې له ۱۹۵۹ زېږدي کال سره سمون خوري د هېواد په ختیځ کې د کرنیزو پروژو د پلي کولو په موخه جوړه شوې ده، چې د مالټې، زیتونو، خرما، ځمکني توتانو او هر ډول مېوو او سبو دتولید په برخه کې کار کوي.
جلسه هیئت مدیره شرکت زراعتی وادی ننگرهار دایر گردید
۲۷ سرطان ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه هیئت مدیری شرکت زراعتی وادی ننگرهار با حضور داشت مسوولان وزارتهای زراعت، آبیاری و مالدرای، اقتصاد، صنعت و تجارت، مالیه، آب و برق، شرکت زراعتی وادی ننگرهار در وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با اشتراک عبدالطیف نظری معین اقتصاد، قدرت الله جمال معین صنعت و تجارت، نصرت الله محمود رییس عمومی خزاین وزارت مالیه، نماینده از وزارت آب برق و غلام رحمان کظیم رییس عمومی کانال ننگرهار در معینیت زراعت و مالداری برگزار شد.
در این جلسه روی پلان سال مالی ۱۴۰۲ شرکت زراعتی وادی ننگرهار، عواید و مصارف، چگونگی افزایش درآمد از این کانال، اشتغالزایی و تولید، ساخت اساسنامه و طرزالعمل و تجدید اجارهدهی زمینهای این کانال بحث تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت شرکت زراعتی وادی ننگرهار را یکی از منابع خوب برای امارت دانسته و بر رشد پایدار این کانال تاکیده کرده است.
در همین حال غلام الرحمن کظیم رییس شرکت زراعتی وادی ننگرهار، افزایش تولیدات و درآمدزایی شرکت زراعتی وادی ننگرهار را پس از دو سال فعالیت بی پیشینه عنوان کرده و گفت که در حال حاضر باغداری، مالداری، اجارهدهی زمینها، نجاری و بعضی فعالیتهای دیگر در این کانال جریان دارد.
شرکت زراعتی وادی ننگرهار در سال ۱۳۳۸ خورشیدی مطابق ۱۹۵۹ میلادی غرض تطبیق پروژه های زراعتی در شرق کشور ایجاد گردید. که در تولید مالته، زیتون، خرما، توت زمینی و انواع میوهجات و سبزیجات فعالیت مینماید.
