پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۱:۴
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام د یادې کمېټې رییس او غړو د یوې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې و کړې.
په دې غونډه کې د پروان ولایت د تخنیکي پلاوي رییس مولوی محمد رحیم نعماني، د عدلیې رییس مولوی عبدالقدیرعابد، د ښاروالۍ رییس مولوی سید نیکمل آغا، مستوفي مفتي کفایت الله حقانيی،  د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوی قدرت الله ذاکر، د کدستر سروې مسؤل انجنیر عبدالبشیر نظري او د  تخنیکي پلاوي سکرتر عتیق الله الهام ګډون درلود .
د غونډې په پیل کې د پروان د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې رییس مولوی محمد رحیم نعماني د تېرې غونډې د موضوعاتو تر څېړنې وروسته وویل، چې خپلو چارو ته باید په جدي توګه پاملرنه وکړو. هغه همداراز د شیخ علي ولسوالی د کوچیانو د دوسیې په اړه هم وضاحت وړاندې او د بګرام ولسوالی د ۱۰۴ جریبه ځمکې د استرداد یادونه هم وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې د تخنیکي پلاوي غړي مفتي کفایت الله حقاني هم د بګرام ولسوالی د ۱۰۴ جریبه ځمکې د استرداد په هکله وویل، چې یاده ځمکه باید استرداد او دکرنې ریاست له خوا په اجاره ورکړل شي، چې ورسره د امارت په عایداتو کې زیاتوالی رامنځته شي.
په ورته وخت کې د پروان د عدلیې رییس او د تخنیکي پلاوي غړی مولوی عبدالقدیر عابد په خپلو خبرو کې وویل، چې په چارو کې باید ډېر دقت ووشي، ترڅو چارې په سمه توګه پر مخ ولاړ شي.
ورپسې مولو سیدنیکمل آغا او انجنیر عبدالبشیر نظري هم د مسعود ښارګوټې په هکله خپل نظرونه شریک کړل. 
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت