د ننګرهار څېړنیز فارم کې پر یوشمېر بوټو څېړنې کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۵:۱۴
د ننګرهار څېړنیز فارم کې پر یوشمېر بوټو څېړنې کېږي

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست په څېړنیز فارم کې د مختلفو نباتاتو دتجاربو په پار کرنه ترسره شوه.
د ننګرهار دکرنې ریاست اړوند د څېړنیز فارم مسوول شکیب عطایي وایي، دوی په تېره اوونۍ کې په یاد څېړنیز فارم کې په دوه جریبه ځمکه د سویابینو دتخم دتولید اوزیاتوالي لپاره  کرنه ترسره کړه،  دسویابینو د۱۶ ډولونه د محیطي شرایطو سره توافق او حاصل ورکولو په پار وکرل شو.
همداراز  پر ۴ جریبه ځمکه د جوارو دوه ډوله ژررس او شمال کرل او د بستر اماده کول ترسره شوې،  د جوارو د ۱۰ ډولونو کرل د غوره او بهتره ورایټیو پیداکولو لپاره ترسره شوي دي.
په ورته وخت کې د شولو د دوه اګرانومیکي تجروبي د کرلو وخت او نایتروجني سرو په منظور،  د جرم پلازم په برخه کې د شولو د۴۱ مختلفو نوعو لپاره د بستر اماده کولو او د مېوو په ملي کلکسون کې دنرم کاري،  هرزه ګیاوو کنټرول او په ۷ واړه ملي کلکسونوکې نور کرنیز فعالیتونه د کلکسون د ساتني او جدي مراقبت په موخه رواني دي.
دننګرهار څېړنیز فارم ملي کلکسون ۷ کلکسونونه لري، چي د ستروسو،  لوکاټو،  خرما،  زیتون،  سرو املوکو،  انارو او انځر کلکسونونه په کې شامل دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت