هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۱:۴۶
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې، د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي ترڅنګ د عدلیې رییس الحاج مولوي محمد محمدي، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي رحیم الله مخلص، د قضایای امارت آمر مولوي عبدالقاهر عاصم، د امنیې قوماندانۍ استازی ملا عبدالرحمن طلحه،  د ځمکو امریت استازی انجنیرحامد او نورو غړو هم حضور درلود.
د غونډې په ترڅ کې د غونډې ګډوانوالو د ٤ املاکي دوسیو ترتیب شوي راپورونه تحلیل او مطالعه کړل چې له ډلې یې ټول ٤ ترتیب شوي راپورونه تائید او لاسلیک شول.
ورپسې په نهرسراج ولسوالی کې د معلم عبدالله د ځمکې موضوع وارزول شوه او راتلونکي غونډې ته د تخنیکي پلاوی لخوا د ترتیب شوي پوښتنلیک د ځوابو سره مل جانبین راوغوښتل شول .
ددې ترڅنګ په ګرشک ولسوالی کې د حاجي طیب، د نوزاد ولسوالی د رازدان او پایاب سیمو، په مرکز لښکرګاه کې د کریکېټ لوبغالي سره د لارې موضوع، د باباجي ولسوالی اړوند د ادې باغ په سیمه کې د عبدالبصیر خان موضوع، د حاجي شیرین خان د ورثه وو د ځمکې موضوع او د ګڼو نورو ولسوالیو په اړونده سیمو کې د اشخاصو او افرادو ترمنځ د امارتي ځمکو موضوعات وڅېړل شول او په هره برخه کې په جلاجلا ډول ارزونې وشوې. 
وروسته د هلمند ولایت د بېلابېلو ادارو له لوري تخنیکي پلاوی ته پر راجع شویو املاکي عرایضو بحث او خبري وشوې، د یادو موضوعاتو د څېړنو او ارزونو په برخه کې هم لازم اجرائت ترسره شول .
د غونډې په پای کې دغه راز تخنیکي پلاوی د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې هغوی ته یې د اصولو له مخي د قانوني کړنو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت