دننګرهار کرنې رییس سره د فرامینو، احکاماتو او هدایاتود تطبیق او نظارت رییس دهمغږۍ ناسته 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۵:۶
دننګرهار کرنې رییس سره د فرامینو، احکاماتو او هدایاتود تطبیق او نظارت رییس دهمغږۍ ناسته 

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو، احکاماتو او هدایاتو د تطبیق او نظارت رییس حاجي ملا محمد اکرام عثمان د فرامینو دتطبیق په موخه دهمغږۍ ناسته ترسره کړه.
ددې غونډې په ترڅ کې د فرامینو رییس ملا محمد عثمان وویل:  « د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو تطبیق او عدم تطبیق په ټولو اداراتو کې باید په ښه ډول ترسره اومعلومات یې شریک شي»  .
د فرمانونود تطبیق رییس وویل، چې د ننګرهار د کرنې ریاست ته چې دامیرالمؤمنین حفظه الله څومره فرمانونه،  احکامات او هدایات راغلي وي نو د کرنې اداره مکلفه ده، چې د فرمانونو د تطبیق،  عدم تطبیق او څومره دتطبیق په هکله دې بشپړ معلومات د فرامینو د تطبیق ریاست ته وسپارل شي ترڅو دمشرتابه سره دقیق معلومات شریک شي.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د فرامینو د تطبیق رییس او ورسره مل پلاوي ته د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت