لوگر کي د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۹:۴۹
لوگر کي د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولايت دکرنې ریاست په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره کړه.
د غونډی مشری د کرنې او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي کوله  او په غونډه کې د دې ولايت د کرنې او مالدارۍ ریاست سکټوري غونډې غړو، دکرنې ریاست همکارو مؤسسو مسؤولینو هم ګډون کړی وو، او پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د غونډې په پيل کې د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د تېرې میاشتې کړنو څخه یادونه وکړه او هراړخیزې خبرې یې پرې وکړې.
باید وویل شی د کرنې او مالدارۍ ریاست سکټوري غونډی غړو (کلیو او پراختیا،چاپېریال ساتنې او اقتصاد ریاست) استازو هم په خپل وار خبرې وکړې او دغونډې ګډونوالو سره یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
دکرنې سکټور همکارومؤسسو استازو په خپل وارسره دکرنې، مالدارې، او ځنګلونو په برخه کې د خپلو کړنو راپور د غونډې ګډونوالو سره شریک کړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت