پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې غونډه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۹:۳۳
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې غونډه

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۶ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام د یادې کمېټې رییس او غړو د یوې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې رییس مولوی صاحب محمد رحیم نعماني، د عدلیې رییس مولوی صاحب عبدالقدیر عابد،  مستو في مفتي کفایت الله حقاني،  د امارت دقضایاوو آمر مولوی صدیق الله قدوسي، د ښار جوړونې رییس انجنیر نعمت الله حنیف او د پلاوی تخنیکي سکرتر عتیق الله الهام شتون درلود.
د غونډې په پیل کې د عدلیې رییس مولوی عبدالقدیر عابد د بګرام ولسوالی د خم کلان د دوسیې په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو سره یې معلومات شریک کړل.
په همدې حال کې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې رییس مولوی صاحب محمد رحیم نعماني هم د بګرام ولسوالی د خم کلان دوسیې په هکله تر خبرو وروسته د راتلونکو سفرونو او د خریدارۍ د پلاوي پر ټاکلو خبرې وکړې. 
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۵۵
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد کې د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه، ددې ولایت د دایمیرداد ولسوالی کې د غنمو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

پکتیا کې د لایم سلفر وقایوي پروګرام پیل شو

۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د لایم سلفر وقایوي پروګرام پیل شو.
یاد پروګرام د ترتیب شوي پلان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۲۷
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو د شنه کېدو او ګل‌نیونې مرحله پیل شوه

۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو د شنه کېدو، ګل‌ نیونې او ګل‌ رژېدني مرحله پیل. . .

بازگشت