د ځان بسیاینې په پار هڅې؛ د ننګرهار کانال ریاست کې د وطني تولیداتو کارخونه فعال شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۱ - ۱۲:۱۳
د ځان بسیاینې په پار هڅې؛ د ننګرهار کانال ریاست کې د وطني تولیداتو کارخونه فعال شوه

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کانال ریاست چاراکي وایي، چې ددې کانال اړوندو د زیتونو فابریکه کې د جامو مینځلوصابون، روب او چکنۍ جوړولو چارې پیل شوي دي.
ددې کار موخه هېوادوالو ته وطني او اعلی ډوله صابون، باکیفیته د رومیانو روب  او چنکي وړاندې کول دي، چې ورسره به د کانال د عوایدو کچه لوړ او هېوادوالو به د پردیو له احتیاجه خلاص او ترڅنګ یې هېواد ځآن بسیاینې ته یوګام نور هم نږدې کول دي.
د چارواکو په خبره د زیتونو په فابرېکه کې د زیتونو د سوچه او خالصو تېلو او اچارو د پروسس سربېره، اوس په دې فابرېکه کې له کابو درېيو لسیزو وروسته د ځان مینځلو او جامو مینځلوصابون جوړېږي، چې دغه صابون پخپل ترکیب کې یوه اندازه د زیتونو سوچه او خالص تېل هم لري. دغه راز د ننګرهارکانال شرکت د صابون ترڅنګ د رومیانو روب او چکني هم جوړوي، چې په نږدې ورځو کې به د درنو هېوادوالو خدمت ته وړاندې شي. 
د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل:  «له دې وروسته به زموږ درانه ننګرهاریان د پردیو له بې کیفیته صابون، روب او چکنیو څخه خلاص شي، دویته به خپل وطني توکي وړاندې شي.»
د ښاغلي کظیم په خبره  د رومیانو د روب جوړولو څخه موخه د رومي بانجانو د ضایعاتو مخنیوی، غیر موسمي وخت کې له همدې روبو څخه ګټه پورته کول، د وارداتي روبو مخنیوی د بزګرانو تولیداتو ته بازار موندنه او د کانال ریاست او د بزګرانو د اقتصاد پیاوړي کول دي .
د وطني تولیداتو په زیاتوالي سره به هېواد ځان بسیاینې ته نږدې او ترڅنګ یې کورني او ملي اقتصاد هم پیاوړي کېږي او ورسره خلکو ته دکار زمینه هم برابرېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

بازگشت