د بې وزلو کورنیو ملاتړ په پار هڅې؛ پکتیا کې یوشمېر کورنیو سره مرستې وشوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۳:۷
د بې وزلو کورنیو ملاتړ په پار هڅې؛ پکتیا کې یوشمېر کورنیو سره مرستې وشوې

٣ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا ولایت زرمت او ځاځی اریوب ولسوالیو کې ۲۵ بیوزله کورنیو ته د شېدو غواګانې وېشل شوي دي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې د همکارې ادارې پاملرنې لخوا ۲۵ هغه بېوزله کورنیو ته چې د کورنۍ ډېر ټیټ اقتصاد یې درلود او د خوړو خوندینوب یې نه لرل ورته ۲۵ د شېدو غواګانې ووېشل شوې.
د وېش په مراسمو کې د غریبو کورنیو د غړو ترڅنګ د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ اړوند د زرمت او ځاځی اریوب ولسوالیو د مالدارۍ کارکوونکو، د پاملرنې مؤسسې ولایتي مسئول او کارکوونکو ګډون کړی و . دوی په غونډه کې د غریبو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په منظور د یادو غواګانو د وېش پر پروسه خوښي څرګند  او له ورته همکارو پروژو او مؤسساتو څخه یې وغوښتل، چې دلته د خلکو کورنۍ اقتصاد کمزوری دی، باید ورسره په دې برخه کې زیاتې مرستې وکړي.
د ځاځی اریوب  ولسوالی د مالدارۍ مدیر  عارف الله ځاځی د هغو ټولو انجوګانو او ډونرانو څخه مننه وکړه، چې په پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي او د خلکو لپاره ارزښتمند خدمات وړاندې کوي.
ښاغلی ځاځی د مؤسساتو څخه وغوښتل، چې دغه پکیچ پراخ او زیاتو غریبو کورنیو سره ورته مرستې وکړي او له ګټه اخیستونکو څخه یې وغوښتل، چې د یادو غواګانو ښه پالنه او ساتنه وکړي.
د برخمن شوبو کورنیو په استازیتوب یو برخمن شوي کس په خپلو خبرو کې د پکتیا د کرنې ریاست او پاملرنې مؤسسې څخه مننه وکړه، چې په ډېر سخت وخت کې یې له دوی سره د شیدو غواګانو مرسته وکړه.
د یادونې وړ ده  چې هرې کورنۍ ته یوه د شیدو غوا او خوسۍ ۶۳۰ کیلوګرامه واښه، ۲۶۰ کیلو ګرامه شنه واښه، ۲۰۰ کیلو ګرامه کنجاړه یو جوړه موزې،  د وښو لوښې او د حفظ الصحې کیټ هم ورکړل شوی دی.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور پراختیا ته زمینه برابرول دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت