خوست ښار کې د استراګانو پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۰:۵۷
خوست ښار کې د استراګانو پلورنځیو څخه څارنه وشوه

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
خوست کې د مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار هلې ځلې کړندي شوي دي.
د دغو هلو ځلو په ترڅ کې د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د  هدایت سره سم د مالدارۍ خدمتونو امریت يو ګډ پلاوی د کمپاین په ترڅ کې د مصنوعي القاح د بې کيفيته استراګانو د خرڅلاو مخنیوی په موخه خوست ښار کې د استراګانو  له پلورنځیو څخه څارنه ترسر شوه.
د څارني پر مهال ګډ پلاوی پلورونکو ته لازمې سپارښتنې وکړي او زیاته یې کړه، چې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار باید د بې کیفیته استراګانو  له خرڅلاو څخه ډډه وشي، د سرغړونکو سره به قانوني چلند کئږي او بیا د شکایت حق نلري.
دخوست دکرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دغه کمپاین دوام لري او د خوست ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې به هیچاته اجازه ور نه کړي، چې بې کیفیته استراګانې  وپلوري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۹
Background image

د لغمان کرني ریاست کي د ممپلیو د پروسس کارخونې د جوړولو په تړاو ناسته وشوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن، د یو خصوصي شرکت له استازې ډاکټرې ګلنار سره د ممپلیو د پروسس کارخونې لپاره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۱۶ سرې غواوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۱
Background image

د میدان وردګو دکرنې ریاست: د بادامو ۱۲ زره نیالګي وېش ته چمتو دي


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د شهرنو په سیمه کې، د ډاکټید مؤسسه له لوري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د «بي‌ډي‌ان». . .

بازگشت