زابل کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۵:۱۰
زابل کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د زابل  ولایت د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د غصب شویو ځمکو پلاوی غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د زابل ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوې وه، په کې د زابل ولایت د کرنې رییس مولوي عطاء الله راشد، د عدلیې رییس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل، د ښارجوړونې رییس ملا دادګل مسلم، د کار او ټولنیزو چاروریاست او د ارشاد حج او اوقافو ریاست استازو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې او د غونډي نورو ګډون والو یو له بل سره خپل نظرونه شریک کړل.
دغه راز په دې غونډه کې د مرکز کلات، شاه جوی او شهر صفا د یوشمېر عاریضونو دوسیې وڅېړل شول او له دوی سره د موضوع په هکله خبرې اترې شوې.
باید وویل شي، چې زابل کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۹
Background image

د لغمان کرني ریاست کي د ممپلیو د پروسس کارخونې د جوړولو په تړاو ناسته وشوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن، د یو خصوصي شرکت له استازې ډاکټرې ګلنار سره د ممپلیو د پروسس کارخونې لپاره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۱۶ سرې غواوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۱
Background image

د میدان وردګو دکرنې ریاست: د بادامو ۱۲ زره نیالګي وېش ته چمتو دي


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د شهرنو په سیمه کې، د ډاکټید مؤسسه له لوري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د «بي‌ډي‌ان». . .

بازگشت