ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۱:۵۱
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه.
 دغه غونډه، چې د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس الحاج مولوی عبدالستار محمد په مشری ترسره شوه، چې په کې پر تېرو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز په دې غونډه کې غونډه کې د ښاروالۍ اړوند جلال آباد ښار تالاشۍ چوک زیرزمینۍ کې د دوکانونو مخی ته د قرارداد خلاف د غروفو جوړولو پر موضوع، سرخ دیوال ساحه کې د فیض محمد څرخی پرموضوع، د بینګاه ساحه کې په امارتی ځمکه د غیر مسؤلو اشخاصو د کارکولو پر موضوع، د کامې ولسوالۍ ګرداب سیمه کې او کوز کونړ ولسوالی کاشکوټ سیمه کې په قرارداد ورکړل شويو ځمکو پر موضوعاتوبحث او نظرونو تبادله وشوه. 
دغه راز د سرخ دېوال سیمه کې د فیض محمد خان څرخي موضوع په اړه لیکل شوي راپور د تخنیکي پلاوی لخوا لاسلیک او مرکزي کمیسون مقام ته د روستي پرېکړې په پار واستول شوه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت