غزني کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۱:۴۹
غزني کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 دغزني د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند، د تخنیکي پلاوی رييس مولوی عبدالمنان اکرام په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
یادې کمیټې د معمول سره سم د غزني د کرنې ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه، په ناسته کې د خلکو د عریضو دموضوعاتو څېړنه او ارزونه ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون، د غزني د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت او د غزني ولایت مقام لخوا تخنیکي پلاوی ته د محول شوو موضوعاتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته لازم اجرائت ترسره شول.
همدارنګه تخنیکي کمیټې د تیرې غونډې د ترسره شوو پریکړو په اړه مربوطه مراجعو ته  تعقیبي هدایتونه ورکړل.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت