د هلمند ناوې ولسوالی کې دڅارویود پوستکي ناروغۍپر وړاندې دواکسین کمپاین دویم پړاو پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۱:۳۶
د هلمند ناوې ولسوالی کې دڅارویود پوستکي ناروغۍپر وړاندې دواکسین کمپاین دویم پړاو پیل شو

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې (FAO) په همکارۍ د هلمند په کچه د څارویو دپوستکي ناروغۍ(Lumpy Skin Disease) پر وړاندې د واکسین کولوکمپاین دویم پړاو پیل کړی دی.
په همدې موخه د هلمند ولایت اړوند ناوې ولسوالی کې د لمپې سکين ويروسي ناروغۍ مخنیوی په موخه  د واکسين دتطبيق عملي چارې پیل شوي دي.
دغه پروسه چې د (FAO) ادارې په مالي همکارۍ ترسره کېږي، ددې ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې په لاره اچول شوی دی. 
تر دې مهاله په ناوې ولسوالی کې  ۲۱۵۰ غواګاني واکسین شوي دي، چي  دیادې ولسوالی دمالدارۍ دمدیر لخوا یې وخت په وخت  نظارت ترسره کېږي.
باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د دې ناروغۍ پروړادې د ټول هېواد په کچه د واکسینو کمپاين پیل شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د خوست سپېرې ولسوالی کې د اوبو مهارولو پروژې چارې پیل شوې

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د سپېرې ولسوالی په درېیو کلیو (ښنګ، تروه او ډانډکي) کې د اوبو مهارولو پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۴
Background image

خوست کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات عوایدو د تنظیم او محاسبې آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 
په دغه غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او. . .

بازگشت