د هلمند کجکي کې لسګونو مالدارانو سره مرستې وشوې
 
              د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «DCM» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د کجکي ولسوالی له ۱۸۰ مالدارانو و کوچیانوسره د حیواني درملو او د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار د نغدو پیسو مرستې وکړې.
ددې مرستې په ترڅ کې یاد ۱۸۰ مالدارانو او کوچیانو هر یوه ته حیواني درمل او ترڅنګ یې د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار هر یوه ته ۳۴۳۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.
د یادې ولسوالی له مالدارانو سره دغه مرستې په داسې حال کې ترسره شوې، چې مخکې هم د نوموړې مؤسسې له خوا د همدې ولسوالی په ګډون د نورو  ولسوالیو ګڼو مالدارو او کوچیانو سره ورته مرستې ترسره شوي دي.
په ورته مهال د سیمې مالدارانو او کوچیانو له یادې مرستې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور ودې ته زمینه برابرول دي.
