هلمند کې د طبي بوټو د راټولولو قراردادونه لاسلیک شول 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۵:۴۵
هلمند کې د طبي بوټو د راټولولو قراردادونه لاسلیک شول 

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
١۵ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د کرنې وزارت او هلمند ولایت مقام سره په بشپړه همغږۍ ددې ولایت په څلورو ولسوالیو لکه بغني، باغران، دیشو او کجکي کې د اوشي طبي بوټي څخه په مسلکي ډول د ګټې اخستنې قراردادونه د (٨٥٠٠٠٠) افغانیو په ارزښت لاسلیک شول. 
د قراردادونو یاد مراحل چې د داوطلبۍ په توګه ترسره شول، د هلمند ولایت مقام، استخباراتو، امنیې قوماندانۍ او هلمند مستوفیت د ګډو استازو په حضور کې لاسلیک شول، چې عملي چارې به یې په یادو ولسوالیو کې د ٨ میاشتو په لړ کې سرته ورسېږي.
د اوشي طبي بوټی، چې شیره یې د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی لپاره په طبابت کې کارول کېږي په خپل سري توګه په غرنیو سیمو کې په موسمي ډول راشنه کېږي چې مخکې به له دغو بوټو څخه په غیر فني  ډول د اشخاصو او افرادو لخوا ګټه اخیستل کېدل. 
دا مهال ددغو طبي بوټو څخه د استفادې کولو په منظور د کرنې وزارت د ځانګړي طرزالعمل له مخې د ولایت مقام په همکارۍ ګټه اخیستل کېږي، چې د قراداد پیسې به یې په اصولي ډول د اسلامي ام.ارت د وارداتو حساب ته جمعه کېږي.
د هلمند دکرنې ریاست به په راتلونکي کال کې د ټولو طبي بوټو څخه د استفادې کولو چارې د اصولو مطابق د ازادې داوطلبۍ له لارې د خپل موسم سره سم سرته رسوي ترڅو له دې ډول بوټو څخه په فني توګه سالمه ګټه واخیستل شي او د خپل سرو اشخاصو لخوا څخه به یې د غیر اصولي کارونې په کلکه مخه نیول کېږي، چې له همدې مدرکه به د اسلامي ام.ارت د عوایدو زیاتولو ترڅنګ د سیمې د خلکو لپاره د کار او روزګار زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت