د کرنیزو تخمونو د مشورتي بوډ غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۹:۱۴
د کرنیزو تخمونو د مشورتي بوډ غونډه دائره شوه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشری د کرنیزو تخمونو د مشورتي بورډ غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د بورډ غړي د غنموتخمونو، دکرنیزو ځمکو کیمیاوي سرو او کرنیزو درملو باندې خبرې وکړې. 
په دې غونډه کې د کابل پوهنتون استادان، دکرنې، څېړنې او خاورې پېژندنې مسلکي رییسان، د بزګرانو او د خصوصي سکټور استازو ګډون درلود.
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال په دې غونډه کې وویل: «ددې غونډې یوه موخه د باکیفیته کرنیزو تخمونو چمتوکول او بزګرانو ته په ټیټه بیه وړاندې کول دي، ترڅو وکولای شو، چې بزګرانو ته چوپړتیاوې وړاندې کړو او د دوی ستونزې حل شي، بزګرانو ته پرخپل وخت د معیاري تخم رسونه مهمه خبره ده، هیله مي داده، چې سږکال پرخپل وخت او په سمه توګه بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړو، ترڅو دوی وکولای شي، چې ترې اغېزنکه ګټه پورته کړي.»
دغه راز په دې غونډه کې د غونډې ګډونوال د تخم د بیې، د کرنیزو تخمونو دملي بورډ د سکرټریټ د فعالیتونو او د غنمو کرنیزو تخمونو د زېرمو د چارو تنظیم لایحې په هکله خبرې او خپل نظرونه شریک کړل.

جلسه بورد مشورتی تخم‌های بذری دایر شد
جلسه بورد مشورتی تخم‌های بذری تحت رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و با اشتراک اعضای بورد دایر شد.
 اعضای بورد در این جلسه در مورد تعین قیمت تخم‌بذری گندم، کودکیمیاوی زمین‌های زراعتی و دواهای زراعتی صحبت نمودند.
در این جلسه استادان پوهنتون کابل، روساء مسلکی زراعت، تحقیقات، خاک‌شناسی، نماینده‌ دهقانان و شرکت‌های خصوصی حضور داشتند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در ابتدای جلسه گفت:" از اهداف این نشست‌ها صحبت پیرامون چگونگی تهیه تخم‌ اصلاح شده بذری باکیفیت و باقیمت نازل به دهقانان می‌باشد تا بتوانیم به دهقانان خدمت کنیم و مشکلات شان حل گردد، رساندن تخم معیاری در زمان آن به دهقانان یکی از مسائل مهم می‌باشد، امید می بریم که امسال بتوانیم بصورت بهتر تخم را در اختیار دهقانان برسانیم تا بتوانند از آن استفاده موثر نمایند".
بعد از آن مسوولان حاضر در مورد قیمت تخم، فعالیت‌های سکرتریت بورد ملی تخم‌های بذری  لایحه تنظیم امور انبار تخم‌های بذری گندم بحث نموده و نظریات خویش را شریک ساختند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت