د ننګرهار والي؛ د کانال ریاست فعالیتونه د ستایلو دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۵:۳۳
د ننګرهار والي؛ د کانال ریاست فعالیتونه د ستایلو دي

۷ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار والي، مولوی محمدنعیم اخند په داسې حال کې، چې د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم او یوشمېر نورو سیمه ییزو چاراکو یې ملتیا کوله د ننګرهار کانال له فعالیتونو او چارو څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام ارحمن کظیم د ننګرهار والي ته ددې کانال اړوند د څاڅکي سیسټم په اوبوخور سمبال  ۵۰۰ جریبه بڼ  او د خرماوو ۶۵ جریبه بڼ د مالټې بڼونه او د هندواڼو له کروندو څخه د لیدنې پر مهال معلومات وړاندې کړل.
ښاغلی کظیم وویل:«د څا څکو يا ډراپ په لارې اوبه لگول د زیاتو اوبو د ضایع کېدو مخنیوي کوي، په دې طریقې سره په کم وخت کې زيات شمېر نباتات اوبه کېداي شي، په ځانګړي توګه د هغو ونو او نباتاتو د پاره چې په کتار کرل کېږي مناسبه طريقه ده. 
د څاڅکې په طريقه اوبه لگول په خاورې کې د اوبو او هوا تر منځ د مناسب انډول د ساتلو له لارې د کرنيزو نباتاتو د ودې په زياتولو، د حاصل په لوړولو او د کيفيت په ښه کولو کې د پام وړ ونډه لري.» 
د ننګرهار کانال رییس دغه راز وویل، چې  د څاڅکو  په طريقه اوبه لگول د نبات د پاڼو، تنې او مېوو سره د اوبو تماس کموي(پاڼې، تنې او ميوې نه لندېږي) او په نتيجه کې په ناروغيو باندې د نبات د اخته کېدو چانس کمېږي.
دغه راز کرنيز کيمياوي مواد لکه کيمياوي سرې، آ فت وژونکي ا و نورکيمياوي مواد د څاڅکې په طريقه د اوبو لگولو د لارې په ډېره اغېزمنه توگه استعمالېداى شي.
د یادو ګټو ترڅنګ د هرزه بوټو د ستونزې کمښت او د کرنیزو فعالیتونو مناسب ترسره کول ددې سیسټم نورې ګټې دي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي مولوی محمد نعیم اخند د ننګرهار کانال د کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او د ننګرهار کانال رییس سره یې د هرراز همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت