کونړ کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هلې ځلې

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۳:۳۱
کونړ کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هلې ځلې


۶ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق 
 د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختيا په پار هڅې پیل کړي دي.
 په همدې موخه د کونړ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیر اقا پیر (حبیب الرحمن)، دیاد ولایت د طبيعي سرچینو امر، د کونړ ولایت شني قطعي قومندان او ورسره مل پلاوي د کونړ ولایت په چپه درې ولسوالی د کنډه ګل په سیمه کې ددې ولسوالی له ولسوال، دیني علماؤ، قومي مشرانو، سپین ګیرو او د لرګیو د ټولنو له مسؤلینو سره د لرګو د پرېکېدو د مخنیوي په پار غونډه وکړه.
په دې کتنه کې د کونړ ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیر اقا پیر (حبیب الرحمن) د یادې ولسوالی ټولو ملکي او نظامي مسؤلینو ته د هغوی اړوندو مسؤلیتونو د ښه ترسره کېدو او د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنیوي په تړاو لازمې سپارښتنې او هدایات شریک کړل او پرې ټینګار یې وکړ چې د عامو خلکو سره د ټولو کارونو او فعالیتونو په ترسره کیدو کې د قانوني طرزالعمل له لارې برخورد وشي؛ تر څنګ یې د ځنګلي ټولنو (اتحادیو) په مسؤلینو او عامو خلکو غږ وکړ چې ځنګلونه د هېواد ملي او ستره پانګه ده، چې په ساتنې سره به یې زموږ ټولنه او چاپېریال د ډېرو ګټو څخه برخمن شي؛ نو راځئ چې ټول سره لاسونه ورکړو ددې ملت دغه ستر بیت المال خوندي وساتو او د ځنګلونو له قطعې څخه جدا خود داري وکړو نو دا به زموږ د یو غوره مدنیت ښکارندوي وي.
د کونړ د کرنې رییس د ددې ولسوالی له خلکو او چارواکو وغوښتل،چې د ځنګلونو د ساتنې او پراختيا په برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.
په همدې حال کې، د یاد ولسوالی قومي مشرانو په یاده برخه کې د هرډول همکاریو ډاډ څرګند کړل.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت