د لغمان والي په مشرۍ د غصب د مخنيوي کمېسيون غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۰:۲۷
د لغمان والي په مشرۍ د غصب د مخنيوي کمېسيون غونډه دائره شوه

د لغمان ولایت د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټه د لغمان والي په مشرۍ غونډه دائره کړه.په دې غونډه کې د لغمان والي الحاج قاري زين العابدين عابد سربېره د لغمان ولایت د غصب د مخنيوي کمېسيون مشر او د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن او د دې کمېسيون غړيو ګډون کړی وو.
ددې غونډې په ترڅ کې د لغمان د غصب مخنيوي کمېسيون مشر او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د دې کېسيون د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخيزه معلومات د لغمان والي سره شريک کړل.
هغه وويل هڅوه کوي، چې په لغمان کې ټولې غصب شوې امارتي ځمکې تثبيت کړي او بيا يې د غاصبينو څخه راوګرځوي.
په ورته مهال د لغمان والي الحاج قاري زين العابدين عابد د غصب د مخنيوي کمېسيون له غړيو څخه مننه وکړه، چې په دې ولايت کې غصب شوې امارتي ځمکې تثبيت کوي.
هغه د ياد کمېسيون غړيو ته دنده وسپارله، چې ټولې غصب شوې امارتي ځمکې له غصب څخه راوګرځوي او هېچاته دې اجازه نه ورکوي، چې په دې ولايت کې امارتي ځمکې غصب کړي.
 ښاغلي عابد د غصب د مخنيوي کمېسيون غړيو ته د ولايتي ادارې په استازولۍ د هر اړخيزه همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت