د لغمان قرغه یې کې ۳۶۴ کورنیو سره مرستې وشوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۰:۲۱
د لغمان قرغه یې کې ۳۶۴ کورنیو سره مرستې وشوې

د لغمان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO)په مالي او د Action Aid مؤسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د قرغیو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې ۳۶۴ بېوزلې، کونډې او معیوبو ښځو ته د دوی دکورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو د فارمونو جوړولو په پار اړین توکي وېشلي دي.
په دغو وېشل شویو توکو کې هر مستحق کس ته ۳۰ د هګیو چرګان او ۱۵۰ کیلو ګرامه د چرګانو خوراکي توکي او دغه راز د چرګانو فارم جوړولو په پار یوه دروازه، ده کړکۍ، د اوبو دې لوښې او د دانو درې لوښې شامل دي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت