د اجاره ورکونې کړن لارې د طرحې بیا کتنه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۰:۱۹
د اجاره ورکونې کړن لارې د طرحې بیا کتنه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د امارتي مازادو ځمکو څخه د اغېزناکه ګټې اخیستنې په پار د امارتي مازادو ملکیتونو او د اجاره ورکونې کړن لارې د طرحې بیا کتنې په موخه غونډه دائره شوه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ددې غونډې په ترڅ کې د کړن لارې طرحې د بیا کتنې کمېټې موظفو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې کړن لاره دې داسې ترتیب کړي، چې د خصوصي سکټور پآنګوالو او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو لامل شي، چې له یوې خوا امارتي ځمکې ابادې شي، او له بلې خوا د هېواد اقتصادي وده کې رغنده رول ولري.
په همدې حال کې مالي او اداري مرستیال تر ځمکې لاندې اوبو پر مدیریت هم ټینګار وکړ او د کړن لارې د ترتیب کمېټې له چارواکو څخه یې وغوښتل، چې په ټولو اسنادو کې دې تر ځمکې لاندې اوبه باید مدیریت شي، او تر ډېره له روانو اوبو څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار ووشي.

بازنگری  طرح طرزالعمل اجاره دهی 
جلسه بازنگری طرح طرزالعمل اجاره دهی زمین و ملکیت‌های مازاد امارتی به منظور استفاده موثر از زمین‌های امارتی به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزارشد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در جریان این جلسه به مسوولین موظف کمیته بازنگری طرح طرزالعمل هدایت سپرد تا طرزالعمل را طوری ترتیب نمایند باعث ایجاد سهولت برای تجار و متشبثین سکتور خصوصی گردیده و از یک سو زمین‌های امارتی آباد گردیده و از سوی دیگر نقشی در بلند بردن اقتصاد کشور داشته باشد.
در همین حال معین مالی و اداری  برد مدیریت آب های زیر زمینی تاکید کرده و از مسوولان کمیته ترتیب طرزالعمل خواست  که در تمام اسناد ها باید چگونگی استفاده از آب‌های زیر زمینی مدیریت گردد و بیشتر بر استفاده از آب های جاری تاکید گردد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت