هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۴:۱۹

۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د هلمند ولایت دځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي د یاد پلاوي رییس مولوي نظر محمد صدیقي په مشرۍ غونډه دائره کړه. 
په یاده ناسته کې د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله  روحاني، د هلمند ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي ، مستوفي ملا حمیدالله رابط ، کور او ښار جوړولو چارو رییس مولوي نیک محمد معتصم، قضایای ام ا رت آمر مولوي عبدالقاهر عاصم ، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي رحیم الله مخلص، او نورو غړو هم حضور درلود. 
په دې غونډه کې د هلمند د کرنې ریاست اړوند څېړنیز فارم غصب شوې ځمکې، د زړې کلا په سیمه کې د ٨.٥ جریبه قبالیي ځمکې، د ځنګلونو او څړځایونو د غصب شویو ځمکو،  د بولان پله ته څېرمه ٢٥٠ جریبه ځمکې، مارجې ولسوالی کې د تصدي فارم ٧٥٠٠ جریبه ځمکې، د غازي محمد ایوب خان ښارګوټي کې شخصي او ام.ارتي ځمکې په نښه کولو  او د ام. ارتي ادارو اړوند غصب شوو ځمکو د خلاصولو په موخه لازم اجرائت او تصامیم ونیول شول.
ددې تر څنګ تخنیکي پلاوی د ادې باغ په سیمه کې د افرادو او اشخاصو ترمنځ په یوه اندازه ام.ارتي ځمکې رامنځته شوې دعوی په هر اړخیزه توګه وڅېړل، اړونده لوریو ته یې لازمې سپارښتنې او ترتیب شوي پوښتنلیکونه ورکول شول. 
ورپسې یاد تخنیکي پلاوی لخوا د انفرادي اشخاصو پر راجع شویو عرایضو غور وشو  او د لسګونو مراجعینو ستونزې او غوښتنې په مخامخ ډول واورېدل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
Background image

د کندهار ژړۍ ترویجي فارم کې د ځنګلي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار د ژړۍ ولسوالی په روزنیز فارم کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره ځنګلي نیالګیو لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار ښاروالۍ ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۵
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې په. . .

بازگشت