د هلمند سنګین کې ٢٠٠ بې سرپرسته کورنیو ته د چرګانو کوچني فارمونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۵:۲۵
د هلمند سنګین کې ٢٠٠ بې سرپرسته کورنیو ته د چرګانو کوچني فارمونه جوړېږي

۳۱ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ، د OHW مؤسسې په مالي همکارۍ٢٠٠ بېوزلو کورنیو ته د چرګانو وړو فارمونو جوړولو په موخه د مستحقینو د سروې او انتخاب چارې پیل شوي دي.
ددې مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته ٣٠قطعې چرګان، ١٥٠کیلوګرامه خوراکه، د مرغانجې دروازه او کلکین، اوبه خور او دانه خور او نور توکي شامل دي. 
د سروې په لړ کې به د ګډې کمېټې لخوا هغه کورنۍ په نښه شي. چې بې سرپرسته وي، یتیمان ولري او د ټيټ اقتصاد لرونکي وي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروسه د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون په نورو ولسوالیو کې هم پلي کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت