هلمند کې یوشمېر کب روزونکي وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۵:۲۴
هلمند کې یوشمېر کب روزونکي وروزل شول

۳۱ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، ددې ادارې اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا دکب روزلو ٣٠ فارم لرونکو ته دوه ورځنیو زده کړو تر څنګ د اړینو توکو مرسته وشوه. 
نوموړو فارم لرونکو ته د کبانو د ښې روزنې او پالنې په موخه ددو ورځو په لړ کې عملي او نظري زده کړې ورکول شوې تر څو له مخې یې د فارمونو په روزنه کې ترې ګټه واخلي .
ددې تر څنګ نوموړو فارم لرونکو ته یو شمېر عصري او پرمختلي توکي چې د کبانو روزنې فارم لپاره اړین دي ووېشل شول. 
دغه مرستې د AVC مؤسسې په مالي ملاتړ  چمتو شوې وې چې راتلونکي کې به هم دغه لړۍ دوام ومومي.
ددې مرستې موخه د کب روزونکو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د کب روزنې سکټور ته وده ورکول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت