د ننګرهار چپرهار کې د يو کانال او سربند جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۰:۵
د ننګرهار چپرهار کې د يو کانال او سربند جوړولو چارې پیل شوې

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د د ROP / CBARD  پروژې په همکارۍ ددې ولایت د چپرهار په ولسوالی کې د بزګرانو د ستونزو حلولو په پار د اوبولګولو د يو کانال او سربند د رغولو چارې پیل کړي دي.
د چارواکو په خبره په دې پروژه کې د ۷۴۰ مترو په اوږدوالې یوکانال او سربند، ۲۵ متره محافظوي دیوال ۹ دروازي او یو پولچک شامل دي، چې په بشپړېدو سره يې ډېر شمېر کرنيزې ځمکې خړوب او د اوبو له ګواښ څخه خوندي کېږي.
 دا پروژه د چپرهار ولسوالی اړوند موري په کلي کې پیل شوی،  چې په بشپړېدو سره به یې ۹۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي، او سلګونو خلکوته به د کار زمینه هم برابره شي.
د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال له جوړېدو  څخه خوښي وښودل،  او د پروژې او ولسوالی له مسولینو یې مننه وکړه. 
 د یادونې وړ ده، چې د  ROP/ CBARD مؤسسه دکانالونو جوړولو ترڅنګ د بڼوالۍ،  شنوخونو جوړولو،  کرنیزو وسایلو او ګڼو نورو برخو کې د بزګرانو لاسنیوی کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت