بغلان ولایت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۴:۱۶
بغلان ولایت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

۲۷ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني او ورسره مل پلاوی د ولایتي سفرونو په لړ کې بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت والي مولوی عبدالرحمن حقانی سره وکتل.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال بغلان ولایت ته د خپل سفر موخه؛ د دې ولايت دکرنې او مالدارۍ عمومي وضعیت ارزونه، د کرنې د پراختیا وجهي صندوق ADF د وکالې او مرابحې چوپړتیاوو پرانیستل، ، د ملخانو آفت پر وړاندې د کمپاین چارې ارزونه او د څارویو د پوستکي ناروغۍ د مخنیوي کمپاین لړۍ څخه څارنه وبلل او د ملخانو پر وړاندې پر میخانیکي او کیمیاوي مبارزې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د بغلان والي په دې ولایت کې بزګرانو او مالدارانو لپاره دکرنې وزارت له برنامو څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ ددغو برنامو د پلي کولو په برخه کې دهرراز همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړ.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت او د بغلان دکرنې رییس قاري محراب الدین بلال د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

سفر معین زراعت و مالداری به ولایت بغلان
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سلسله سفر به ولایت کشور با هئیت همراه شان به ولایت بغلان سفر کرده و با مولوی عبدالرحمن حقانی والی ولایت بغلان دیدار کرد.
معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در جریان دیدار با والی بغلان هدف سفرشان را به ولایت‌های شمالی کشور بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری، آغاز خدمات پولی طور وکاله و مرابحه از طریق صندوق وجهی انکشاف زراعتی ADF، نظارت از کمپاین مبارزه علیه آفت ملخ، کمپاین تطبیق واکسین بیماری جلدی حیوانات به این ولایت‌ها دانسته و تاکید بر مجادله میخانیکی و کمیاوی علیه این آفات نمود.
در همین حال والی ولایت بغلان از برنامه‌های وزارت زراعت را برای دهقانان و مالداران ولایت بغلان استقبال کرده و اطمینان هرنوع همکاری را سپرد.
در جریان این دیدار مفتی ذاکرالله رئیس عمومی خدمات مالداری و صحت حیوانی، انجینیر عبدالغفور غفاری رئیس صندوق وجهی انکشاف زراعت(ADF)، مولوی صدیق الله رحمانی رئیس تصدیق تخم‌های بذری، مولوی گل حضرت عماد مشاور معین زراعت و مالداری، و قاری محراب الدین بلال رئیس زراعت بغلان و عده‌ی از مسوولان ادارات محلی ولایت بغلان حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ ریاست د ځمکو د تصفیې په ریاست کې د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ارزونې او همغږۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، څو د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په څلور دېرشم نندارتون کې،. . .

بازگشت