د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۴:۴۱
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي غونډه دائره شوه

۲۶ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکی پلاوي اونیزه کاري غونډه تر سره کړه.
یاده غونډه چې د پکتیا ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست کې جوړه شوې وه پکې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی رییس او غړو ګډون درلود.
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکی پلاوي رییس مولوي عبدالرؤف سعید غونډې ته د پیل وینا واوروله او همدارنګه یې د تېرې اوونۍ د کاري پلان مطابق د ترسره شویو اجرااتو او تر لاسه شویو پایلو اړوند معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د تخنیکي پلاوي غړو په نوبتي ډول د تېرې اوونۍ د ترسره شویو اجرااتو او په راتلونکې اوونۍ کې د تخنیکي پلاوي د چارو د لا بهبود اړوند خپل نظرونه شریک کړل.
په دې غونډه کې دغه راز د شېخانو او رباط سیمې د خلکو د تصرفاتو اړوند د مدعابها سیمې د کروکي ترتیب، د يادې سيمې د خلکو عرایضو ته د رسیدګي لپاره د منظم کاري پلان جوړول  او  په راتلونکې اونۍ کې د مکاوې او سلیمانزیو سیمې املاکي تحقیقات ترسره کولو په پآر هم خبرې وشوې.
د غونډې په ورو ستیو شیبو کې د تخنیکي پلاوي غړو د شېخانو او خواجه حسن قومونو استازو سره لیدنه وکړه او د تخنیکي پلاوی د رامنځ ته کېدو د اهدافو، مسؤلیتونو او په مشکوکو امارتي ملکیتونو کې د تصرف د منعې اړوند یې ورسره هراړخیز معلومات شریک کړل او د يادو قومونو د استازو ستونزې او مشکلات يې واورېدل. د تخنیکي پلاوی غړو ډاډ ورکړ چې د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد مقررې او د افغانستان اسلامي امارت د نافذه قوانینو په رڼا کې به د مشکوکو امارتي ملکیتونو اړوند املاکي تحقیقات ترسره کوي تر څو امارتي ځمکې له شخصي ځمکو سره تفکیک شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت