خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۴:۳۹
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

۲۶ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې غونډې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه له یوشمېر عاریضونو او هغو کسانو سره چې د تخنیکي پلاوي له خوا راغوښتل شوي ول خبرې اترې وشوې او ترڅنګ یې د باک ولسوالی له ځینو کسانو سره چې له اسنادو سره راغوښتل شوي ول خبرې وشوې همداراز د صبریو ولسوالی د انځر پالې موضوع په اړه ځیني مشران راغلي وو ډیر اوږد جر وبحث وشو چې په اړه به یې راتلونکي کې لازم تصمیم ونیول شي.
دغه راز دخوست د مرکز اړوند د وچې خوړې سیمې ځیني هغه مشران او مولوي صاحبان راغلي وو چې په تیره غونډه کې د تخنیکي پلاوی مشرانو لخوا له دوی څخه د(۱۵) حدودو په شاوخوا کې کورونه ویجاړ شوي وو خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې همداراز له سیمه ییزو چاراواکو او مشرانو سره د دوی اړوندو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې او د دوی پر موضوعاتو لازمې پرېکړې نیولو په پار بحث وشو.
باید وویل شي، چې د خوست ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
Background image

د کندهار ژړۍ ترویجي فارم کې د ځنګلي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار د ژړۍ ولسوالی په روزنیز فارم کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره ځنګلي نیالګیو لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار ښاروالۍ ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۵
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې په. . .

بازگشت