د زابل او کندهار ولایتونو سرحد ته د زابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم  سفر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۴:۳۹
د زابل او کندهار ولایتونو سرحد ته د زابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم  سفر

۲۶ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د زابل ولایت د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي د زابل او کندهار ولایتونو سرحد ته د سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو ترمنځ سرحد څخه لیدنه وکړه.
ياد سفر چې د مرکزی کمیسون په هدایت سره تر سره شو چې د زابل او کندهار ولایتونو د غصب د مخنیوی کميټو ته دنده سپارل شوي وه، تر څو د زابل او کندهار ولایتونو تر منځ سرحد معلوم کړي.
یاد پلاوي دکندهار او زابل ولایتونو له والیانو سره د غونډې په ترڅ کې په دې موضوع مفصلې خبرې وکړې.
دغه راز په  سیمه کې د کندهار او زابل ولایت د غصب د مخنیوی  کمیټو د غړو تر منځ جلسه تر سره شوله چې د سرحد معلومولو لپاره ترتیب برابر کړی.
د زابل څلورو ولسوالیو (اطغر، شملزائي، سوری او شینکې) او د کندهار د د دوه ولسوالیو (معروف او ارغستان) تر منځ سرحد د نقشی مطابق د GPS نقطو په واسطه معلوم کړي شوو.
چې د دغو چارو راپور به مرکزي کمیسیون سره شریک او وروستۍ پرېکړه به یې ووشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت