هلمند کې د کرنې ریاست اړوند د ځمکو آمریت کارکوونکو ته د کلنې ارزونې په اړه پوهاوی ورکول شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۲:۵۸
هلمند کې د کرنې ریاست اړوند د ځمکو آمریت کارکوونکو ته د کلنې ارزونې په اړه پوهاوی ورکول شو

۲۵ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بشري سرچینو مدیریت په مرسته، د ځمکو آمریت کارمندانو ته د اداري اصلاحاتو کمېسیون مؤظفو کارمندانو لخوا د کلني ارزونې په اړه پوهاوی ورکول شو.
د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د ۱۶ مادې له مخې هرکال رسمي کارکوونکي په حضوري شکل د وړاندې ور کړل شویو معیارونو سره سم ارزیابي کېږي. 
په همدې موخه، د یادې ارزونې اړوند نوې فورمې، مخکنی طرح شوی پلان، د ترسره شوو کړنو راپور، د کارمندانو لپاره د معیار مطابق د ارزونو نمرې او په دې برخه کې د لازمو مواردو په اړه نوموړو کارمندانو ته په عملي او نظري ډول زده کړې ورکول شوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت