بدخشان ته دکرنې او مالدارۍ مرستیال سفر 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
بدخشان ته دکرنې او مالدارۍ مرستیال سفر 

۲۵ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت والي مولوی امان الدین منصور سره وکتل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بدخشان ولایت ته د خپل سفر موخه د کرنې د پراختیا وجهي صندوق ADF د وکالې او مرابحې چوپړتیاوو پرانیستل، د بدخشان ولايت دکرنې او مالدارۍ عمومي وضعیت ارزونه، د ملخانو آفت، موپتدار او د څارویو د پوستکي ناروغۍ د مخنیوي کمپاین لړۍ څخه څارنه او د بدخشان ولایت د بزګرانو او مالدارانو ستونزې حلول وبلل او د افاتو پر وړاندې پر کیمیاوي او میخانیکي مبارزې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د بدخشان والي مولوی امان الدین منصور د بدخشان په ولایت کې بزګرانو او مالدارانو لپاره دکرنې وزارت له برنامو څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ ددغو برنامو د پلي کولو په برخه کې دهرراز همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړ.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري،دکندز دکرنې رييس مولوی امان الله حسن، د بدخشان دکرنې رییس قاری قطب الدین دهنوی او دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

سفر معین زراعت و مالداری به ولایت بدخشان
۲۵ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با هئیت همراه شان به ولایت بدخشان سفر کرده و با مولوی امان الدین منصور والی ولایت بدخشان دیدار کرد.
معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در جریان دیدار با والی بدخشان هدف سفرشان را به ولایت‌های شمالی کشور بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری، آغاز خدمات وکاله و مرابحه صندوق وجهی انکشاف زراعتی ADF، نظارت از کمپاین مبارزه علیه آفت ملخ، مورپت دار و کمپاین تطبیق واکسین بیماری جلدی حیوانات به این ولایت‌ها دانسته وتاکید بر مجادله میخانیکی و کمیاوی علیه این آفات نمود.
در همین حال والی ولایت بدخشان  از برنامه‌های وزارت زراعت را برای دهقانان و مالداران ولایت بدخشان استقبال کرده و اطمینان هرنوع همکاری را سپرد.
در جریان این دیدار مفتی ذاکرالله رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی، انجینیر عبدالغفور صدیقی رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت ADF، مولوی صدیق الله رییس تصدیق تخم‌های بذری، مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالداری، مولوی امان الله حسن رییس زراعت کندز و قاری قطب الدین دهنوی رییس زراعت بدخشان  حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲
Background image

تخار ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د تخار ولایت په مرکز او څلورو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

پکتیکا کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د اکشن اېډ موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې«اف.اې.او» په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۳
Background image

کندهار کې د لمرګلي نبات د پراختیا په پار هڅې، د ټیکا له استازو سره د لمرګلي نبات د پراختیا په پار ناسته وشوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان په مشرۍ، د کندهار ولایت په کرنې ریاست کې د ترکیې د. . .

بازگشت