د ننګرهار د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي هلې ځلې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
د ننګرهار د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي هلې ځلې

٢۵ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتی، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي ټولو غړو چې په ترکیب کې یې د عدلیې ریيس، څارنوالۍ رییس، مستوفیت ریيس، حج اوقافو ریيس، کار او ټولنیزو چارو ریيس، ښارجوړونې ریيس، ښاروالۍ مرستیال، امنیه قوماندانې مرستیال، قضایای امارات امر او د کدستر امر شامل دي، د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکې پلاوي رییس مولوی عبدالستار محمد په مشرۍ د خپل کاری سفر په ترڅ کې د حاجی ظاهر قدیر تش په نامه ښارګوټي د اسنادو څېړلو په موخه سرخرود ولسوالی ته سفر وکړ. 
یاده سیمه کې د حاجی ادریس لخوا د وېشل شویو نمرو اسناد تخنیکې پلوی ته وړاندې شول چې اسناد يي نیمګړې او د پوره اسنادو او شواهدو وړاندې کولو په موخه ترې تضمین واخیستل شو، چې راتلوونکې غونډې ته حاضر او خپل اسناد د وروستۍ تصمیم نیونې لپاره تخنیکې پلاوي ته وسپاري
باید وویل شي، چې د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت