د ننګرهار کامه کې ٣١ د چرګانو فارم لرونکي روزل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۶:۱۵
د ننګرهار کامه کې ٣١ د چرګانو فارم لرونکي روزل شوې

٢٣ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٣ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امریت له لوري د دې ولایت کامې ولسوالی کې ۳۱ تنه د چرګانو فارم لرونکو ته د چرګانو ښه پالنه او تغذيي، د فارم ښه مدیریت، او حفظ الصحې په برخه کې روزنه ورکړل شوه. 
ورته مهال د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امریت مسؤلینو په یاده ولسوالی کې د مالدارانو د ستونزو د حل په موخه د کامې ولسوالی مرستیال مولوی شاکر الله او د عشر او زکات مسؤل مولوی جمیل سره هم ناسته ترسره کړه، او د مالدارانو او فارمدارانو د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې، او د ستونزو د حل په موخه يي یو بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت