ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۶:۱۳
ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۲۳ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهارولایت د امارتي، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکې پلاوی ټولو غړو د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکې پلاوی رییس مولوی عبدالستار محمد په مشری غونډه ترسره کړه. 
ددې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ، پریکړه وشوه چې د حاجي ظاهر قدیر په نامه ښارګوټی د اسنادو او سوابقو د څېړلو لپاره دې یو فنی او مسلکې ټیم سره د نقشو د تخنیکې پلاوی مشرتابه سره سیمې ته لاړ شي، او موضوع باید دقیقه وڅېړل شي،  همداراز د روداتو ولسوالی اړوند د سرخ دیوال سیمه کې د فیض محمد څرخي د تبادله يي ځمکې پر موضوع هم بحث وشوو، او پرېکړه وشوه، چې د تبادلې په اړه د وخت فرمان او نور سوابق باید دقیق وڅېړل شي او دوسیه يي بشپړه او د وروستي اجرااتو په موخه  کمیسون ته واستول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت