دکرنې او مالدارۍ مرستیال د بلخ دکرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت دکرنې ریاست له چارواکو او کارکوونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
په هغه غونډه کې، چې د بلخ دکرنې په ریاست کې په لاره چول شوې وه، د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شمس الدین خالد د بلخ ولایت دکرنې ریاست ستونزې، وړاندیزونه او د فعالیتونو راپوردکرنې او مالدارۍ مرستیال ته وړاندې کړل او د بلخ ولایت کرنې سکټور ته د کرنې وزارت د لا پاملرنې غوښتوکی شو.
په همدې حال کې مولوی صدر اعظم عثماني د بلخ په ولایت کې د بزګرانو او مالدارانو پر وړاندې پر شته ستونزو خبرې وکړې او د دوی د ستونزو د هوارولو په پار دوی ته ډاډ ورکړل او ویې ویل: «موږ د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (FAO) په مرسته د بلخ په لایت کې د ملخانو پر وړاندې مبارزه پیل کړی دی، چې د مبارزې کمپاین په وروستی پړاو کې دی، او دغه راز د کرنې د پراختیا صندوق له خوا د مرابحې په بڼه دکرنې سکټور پانګوالو او تولیدوونکو ته پورونه ورکړل شوي دي او په راتلونکې کې هم ادامه لري.»
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د بلخ دکرنې ریاست له چاراکو وغوښتل، چې د خپلو چارو پر پلي کولو جدي عمل وکړي او یو بل سره په پوره همغږۍ دې هلې ځلې وکړي، چې دکرنې سکټور وغوړېږي.
په همدې حال کې انجنیر عبدالغفور غفاري هم د بلخ په ولایت کې د کرنې د پراختیا صندوق د پور ورکونې د برنامو په هکله خبرې وکړې: «موږ په پام کې لرو، چې د بلخ په ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د ملاتړ او دکرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په پار هغو شرکتونو او متقاضیانو ته چې د کرنې وجهي صندوق څخه یې پورونه ترلاسه کړي ؤ او خپل پورونه یې پر خپل وخت بېرته ورکړي دي پور ورکړو.»
دغه راز په دې غونډه کې دکرنې او مالدارۍ وزارت د حیواني روغتیا او مالدارۍ لوی رییس مفتي ذاکر الله د بلخ په ولایت کې د مالدارۍ پر اهمیت خبرې وکړې او د قرقل وریو او ورېښمو چنجیو د پالنې په برخه کې بزګرانو او مالدارانو ته د پوهاوي او روزنې ورکولو غوښتونکی شو.
دا غونډه د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني¸ د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، د بلخ دکرنې رییس مولوی شمس الله خالد، دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت او د بلخ دکرنې ریاست دکارکوونکو په شتون کې دائره شوې وه.
دیدار معین زراعت و مالداری با کارمندان ریاست زراعت بلخ
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در جریان سفر به ولایت بلخ با مسوولان و کارمندان ریاست زراعت بلخ دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمود.
طی برنامه که در ریاست زراعت بلخ برگزار شده بود مولوی شمس الدین خالد رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ پیشنهادات، مشکلات و گزارش فعالیتها ریاست زراعت بلخ را به معین زراعت و مالداری اراییه کرده و خواستار توجه رهبری وزارت زراعت به سکتور زراعت بلخ شد.
در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی در مورد مشکلاتی که فرا راه دهقانان و مالداران در ولایت بلخ قرار دارد سخن زده و از تلاشهای وزارت زراعت جهت رفغ مشکلات شان اطمینان داد" ما تا حالا در بخش مجادله علیه آفات ملخ در ولایت بلخ در همکاری با سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد اقدام کردیم که کمپاین مجادله علیه ملخ نیز در مراحل آخری قرار دارد و همینگونه قرضه های که از سوی صندوق وجهی انکشاف زراعتی برای تولید کننده گان و متشبثین سکتور زراعت به گونه مرابحه پرداخت گردیده است و در آینده نیز ادامه می یابد".
معین زراعت و مالداری از مسوولان زراعت ولایت بلخ خواست تا در پیشبرد امور جدی عمل کرده و در هماهنگی با یک دیگر تلاش نمایند تا سکتور زراعت شگوفا کردد.
در همین حال انجنیر عبدالغفور غفاری نیز از برنامههای قرضه دهی صندوق انکشاف وجهی در ولایت بلخ یاد آوری کرده افزود" ما در نظر داریم به منظور حمایت از زراعت و مالداری در ولایت بلخ و رشد و انکشاف آن به شرکتها و متقاضیانی که قبلا از طریق صندوق وجهی انکشاف زراعتی قرضه دریافت کرده بودند و قرضه خود دوباره در زمان معین آن پرداخت نموده اند قرضه بدهیم".
در ادامه مفتی ذاکرالله رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت و مالداری در مورد اهمیت مالداری ولایت بلخ سخن زده و خواستار آگاهی دهی برای دهقانان و مالدارن دربخش پرورش کرم پیله و گوسفند قرقل در ولایت بلخ شد.
این برنامه با حضور داشت مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق دهی تخم بذری، مفتی ذاکرالله رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، انجنیرعبالغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت یا ADF ، مولوی شمس الدین خالد رئیس زراعت بلخ، مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالداری و کارمندان ریاست زراعت بلخ حضور برگزار شده بود .
