د کندهار خاکریز کې د پاملرنې مؤسسې د فعالیتونو څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۵:۳۱
د کندهار خاکریز کې د پاملرنې مؤسسې د فعالیتونو څارنه وشوه

۱۸ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د خاکریز ولسوالی کې د پاملرنې موسسې د چارو د ارزونې په پار د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم په سپارښتنه ددې ولایت د څارویو د روغتیا او مالدارۍ آمر حاجي محمد حامد په مشرۍ پلاوي ټاکل شوې وه، چې د خاکریز ولسوالی کې د یادې مؤسسې فعالیتونه وڅاري.
دغه راز ددې ولسوالی د مالدارۍ د ښې ودې په پار د خاک ریز په بازار کې د سیمې یوتن مالدار ته د څاریو او چرګانو خوراکي توکو او د فارمونو د اړتیا وړ توکو د پلور هټی پرانیستل شو، چې له یوې یاد کس ورڅخه دخپل کور لګښتونه پوره او له بلې خوا ددې ولسوالی مالدارۍ سکټور پراختیا ته زمینه برابره شي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې ددې ولایت په کچه د مالدارۍ سکټور پراختیا ته زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت