لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې د غونډه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۱:۲
لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې د غونډه 

۱۲ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر  ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي په مشری د غصب مخنیوی او ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه 
په جوړه شوی ناسته کې پرېکړه وشوه تر څو په ګډه به د دغه پلاوي چارې روانې ساتي او د موضوع اړوند معلومات به په خپل وخت شریکوي، تر څو پکې ځنډ او خنډ واقع نشي.
دغه ناسته چې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍریاست په مقام کې جوړه شوی وه په لاندی ذکرشویو مضوعاتو دبحث ترڅنک لازم اقدامات ونیول شول.
دمرکز پل علم اړونده چوڼۍ، بیدک او نوی کلا له قومی مشرانو سره د ګډې ناستې په ترڅ هغوی ته دغصب مخنیوی لارښوونې وشوې اوله هغوی یې وغوښتل تر.څو تر ادعا لاندې دښتواسناد پلاوی ته د بررسی په پار وسپاری.
په ناسته کې تصمیم ونیول شو چې په لنډو ورځو کې به دمرکز پل علم آبچکان دښتې بررسی پیل شي اودوسیه به یې له تکمیل وروسته مرکزي کمیسیون ته وسپاري،همدارنګه هغه بندیان چې په املاکې ځمکو دنوي کار کولو په تور دامنیتي ځواکونولخوانیول شوي دي له مطمئین تضمین اخیستو وروسته به خوشي شي.
باید وویل شي، چې د لوګر ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت