د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي شپږ ویشتمه غونډه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۰:۵۹
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي شپږ ویشتمه غونډه

۱۲ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي شپږ ویشتمه کاري غونډه  د یاد ولایت څارنوالۍ ریاست کې جوړه شوه، چی پکې د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی رییس او غړو ګډون درلود.
یاده غونډه چې د پکتیا ولایت څارنوالۍ ریاست کې دایره شوه د یاد تخنیکی پلاوی غړو په جوړه شوې ناسته کې په خپل وار سره د تېرې  اوونۍ د ترسره شوو چارو اړوند راپورنه وړاندې کړل او د راتلونکی اوونۍ لپاره یې په پلان شوې عملي طرحه خپل نظرونه او مشورې د غونډې ګډونوالو سره شریک کړل په دې غونډه کې دغه راز پرېکړه وشوه، چې د پکتیا د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي راتلونکی چهارشنبه ددې ولایت د محکمې سره غونډه ترسره کوي، همدارازهغو ولسوالیو ته چې ټاکل شوی پلاوی سفر لري باید پای ته یې  ورسوي. ددې ترڅنګ په دې غونډه کې دغه راز پرېکړه وشوه، چې د پکتیا ولایت د د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي سیمو ته سفر وکړي، ترڅو د ځمکو سروی او ثبت ترسره شي.
د غونډی په وروستیو شیبو کې د نیک نام، تیری او دولت زیو سیمو استازو سره لیدنه ترسره شوه په یاده لیدنه کې د نیک نام سیمې استازو  ته استعلامونه ورکړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت